۰

د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د دفتر رییس وژل شوی دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
په شمال کې د افغان پوځ مطبوعاتي دفتر د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د سکرتر او د دفتر رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د دفتر رییس وژل شوی دی
په شمال کې د افغان پوځ مطبوعاتي دفتر د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د سکرتر او د دفتر رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورآژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي، دغه کس پرون د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په تیمورک کلي کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

خبرپاڼه وايي، د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د دفتر رییس امان الله نومېږي، چې په امیني مشهور دی او له ده سره یو ځای په دغه برید کې د طالبانو یو بل سرګروپ ذین الله مشهور په خالد او درې نور طالبان هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي