۰
سرچینې:

امریکا او طالبان د سولې تړون د لاسلیک پر ځای او نېټه خبرې کوي

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
طالبانو ته نېږدې او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، اوس مهال په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ خبرې د سولې تړون د لاسلیک پر نېټې او ځای معلومولو روانې دي.
امریکا او طالبان د سولې تړون د لاسلیک پر ځای او نېټه خبرې کوي
طالبانو ته نېږدې او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، اوس مهال په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ خبرې د سولې تړون د لاسلیک پر نېټې او ځای معلومولو روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې د تېرې شنبې لیندۍ ۱۶مه بېرته په قطر کې په رسمي ډول پیل شوې.

که څه هم دواړو لورو د تېرو دوه ورځو د خبرو د جزیاتو په اړه رسنیو ته څه نه ويلي، خو ځینې سرچینې وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل، چې د دواړو لورو تر منځ اختلافاتو کې کمښت راغلی او خبرې نن هم دوام لري.

د هغه په وینا، چې نن به هم د دواړو لورو تر منځ خبرې د تاوتریخوالي پر کمولو، د بین الاافغاني خبرو پر پیل او د تړون پر لاسلیک روانې وي.

سید آکبر آغا و ویل«احتمالآ د تاوتریخوالي په کمولو دواړه لوري سره توافق ته رسېدلي، خو نن د سولې تړون د لاسلیک پر نېټې او ځای معلومولو خبري لري.»

خو په ورته وخت کې یې دا هم و ویل، تر چې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون لاسلیک شوی نه وي، طالبان به بین الاافغاني مذاکراتو ته غاړه کېنږدي.
نوموړي د دغه پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دواړو لورو تر منځ جدي اختلافات شته که نه او د سولې تړون به څه وخت لاسلیک شي؟ و ویل«اختلافات شته، خو جدي نه دي، په قوي احتمال ښايي د دې اونۍ تر پای پورې د امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک شي او بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د قطر خبرو کې طالبانو او امریکایي پلاوي په ټولو مواردو کې توافق ته رسېدلي دي.

پاکستاني رسنیو هم د طالب سرچینو په قوله  اوس د هوکړې د لاسلیک د نېټې پر مشخصولو کار روان دی.

دغه رسنۍ همدا راز وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له طالبانو سره د دوی د سرتېرو د شمېر او ځایونو په اړه معلومات شریک کړي دي او دواړو لورو دا هوکړه هم کړې ده چې پر یو بل به بریدونه نه کوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي