۰

طالبانو هلمند کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید کړی دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید شوی، چې تر اوسه په کې د دریو تنو سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی دی.
طالبانو هلمند کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز موټر بم برید کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د افغان پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید شوی، چې تر اوسه په کې  د دریو تنو سرتېرو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د لیندۍ ۱۸ مه سهار ۱۰:۱۰ بجې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دښت په سیمه کې شوی دی.

د نادعلي ولسوال بریالی نظری وايي، دغه موټر بم برید په یاده سیمه کې د ملي اردو په یوه کوچیني مرکز شوی، چې تر اوسه په دې د درې  وژل شویو سرتېرو هویت پېژندل شوی او یو نور تر خاورو لاندې شوي دي.

د هغه په وینا تر خاورو لاندې کسان هم ښایي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي و، خو د ژغورنې لپاره یې سیمې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم روز خبري آژانس ته په یاده سیمه کې د افغان پوځ پر یوه امنیتي پوسته د موټر بم ځانمرګي برید پخلی وکړ، چې په وینا یې مرګ ژوبله لري، خو په اړه یې تر اوسه کره معلومات نشته.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې په دغه مازدا موټر بم برید کې یې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي