۰

قطر کې به د امریکا او طالبانو خبرې نن هم دوام ولري

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ په قطر کې د سولې خبرې چې له تېرې شنبې راهیسې پیل شوې، نن به هم دوام ولري.
قطر کې به د امریکا او طالبانو خبرې نن هم دوام ولري
د امریکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ په قطر کې د سولې خبرې چې له تېرې شنبې راهیسې پیل شوې، نن به هم دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې قطر ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ورتګ وروسته د شنبې لیندۍ ۱۶ مه پیل شوې دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم تایید کړې، چې خبرې پیل شوې او دا خبرې به نن د درېیمې ورځې لپاره هم دوام ولري.

شاهین ویلي، په پرونیو مذاکراتو کې پر دې هم خبرې شوې، چې امریکايي ځواکونه به وځي او طالبان ورته د وتلو لار برابروي.

که څه هم امریکا او طالبانو د تېرو دوه ورځو د خبرو جزیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دې مذاکراتو کې به پر تل پاتې اوربند او بین الاافغاني خبرو پر پیل هم بحث وشي او به یې مهم ټکي وي.

خو طالبانو ته ځېنې نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي دواړه لوري یوې موافقې  ته ورسېږي.

دغه سرچینو هم ویلي، چې د شنبې او یکشنبې د ورځې په خبرو کې دواړو لورو پر اوربند او بین الاافغاني خبرو پر پیل هم بحث کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي