۰
د ښځو چارو وزارت:

د هېواد په ځینو برخو کې ښځینه جنسیت لرونکی جنین سقط کېږي

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د ښځو چارو وزارت د هېواد په ځینو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له یوه نوي ډول پرده پورته کوي وايي، ښځیه جنسیت لرونکی جنین تر تشخیص وروسته سقط کېږي.
د هېواد په ځینو برخو کې ښځینه جنسیت لرونکی جنین سقط کېږي
د ښځو چارو وزارت د هېواد په ځینو برخو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له یوه نوي ډول پرده پورته کوي وايي، ښځیه جنسیت لرونکی جنین تر تشخیص وروسته سقط کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ښځو پر د ډول ډول تاوتریخوالیو راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړۍ ځل دی، چې د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له نوي ډول څخه پرده پورته کوي.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معینې نبیله مصلح نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د هېواد په ځینو برخو کې  یو شمېر کورنۍ د جنسیت تر تشخیص وروسته هغه جنین سقط کوي، چې نجلۍ وي.

نوموړي دا د ښځو پر وړاندې یو ډول نوی تاوتریخوالی وباله او زیاته یې کړه، چې دغه ډول مسایل په هېواد کې د روانې، جګړې، فقر او ناوړه دودونو له امله رامنځ ته کېږي.

د هغې په وینا له زده کړو د نجونو محرومول او ناسمه تغذیه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه نور هغه ډولونه دي، چې همدا مهال د هېواد په یو شمېر برخو کې شتون لري.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري معیني اندېښنه وښوده، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی او دا په داسې حال کې ده، چې له دغه ډول پېښو ډېرې کمې په رسمي بنسټونو کې ثبت کېږي.

مېرمن صالحي وايي، په ډېرو سیمو کې مېرمنې عدلي او قضايي ارګانونو ته لاس رسی نه لري او دا ښيي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په څو چنده له دې زیات دی.

د ښځو چارو وزارت پر داسې مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه شي، چې څو ورځې وړاندې د هېواد د بشري حقونو خپلواک کمېسیون و ویل سږ کال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸ سلنه زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش

 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي