۰
مشرانو جرګه:

د قطر له خبرو تر هغې ملاتړ نه کو، چې افغان حکومت ورکې ګډون ونه لري

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
مشرانو جرګه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته په غبرګون کې وايي، تر هغې به له دې خبرو ملاتړ ونه کړي، چې افغان حکومت ورکې ګډون ونه لري.
د قطر له خبرو تر هغې ملاتړ نه کو، چې افغان حکومت ورکې ګډون ونه لري
مشرانو جرګه په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته په غبرګون کې وايي، تر هغې به له دې خبرو ملاتړ ونه کړي، چې افغان حکومت ورکې ګډون ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې لیندۍ ۱۷ مې په عمومي غونډه کې و ویل«موږ تر هغې، چې رسمي بین الاافغاني خبرې نه وي پیل شوې، د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ نه کوو.»

د مشرانو جرګې رییس په ټینګار سره زیاته کړه، د سولې هغه خبرې او پروسه چې افغان حکومت او ولس یې له جزیاتو خبر نه وي، نه شي کولی افغانستان ته سوله راوړي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د جګړې اصلي اړخ حکومت او طالبان دي، چې باید تر منځ یې د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړای شي.

مسلم یار و ویل له دې پرته به د قطر دا ناسته هم د ۲۰۰۱ کال د بن د غونډې په شان وي او د افغانستان ستونزه به حل نه کړي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم ورته څرګندونې وکړې ویلې ویل، چې د قطر په ناسته کې دوه ستونزې دي، لومړی دا چې امریکا په دې ناسته کې طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکوي او بل دا چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند وشي او د دغه اروبند په نتیجه کې افغانانو مرګ ژوبله زیات شي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال ټینګار وکړ، چې که اوربند کېږي نو باید عمومي او له ټولو اړخونو سره وي، که نه دا ډول اوربند د افغانستان په ګټه نه دی.

نورو سناتورانو هم ټینګار کولو، چې د افغانستان ستونزه نظامي حل لار نه لري او د سولې هر ډول خبرې باید د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت وي او له دې پرته هېڅ ډول خبرې سوله نه شي راوستلی.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ په رسمي توګه خبرې پیل شوي دي.

که څه هم دواړو لورو د پرونیو خبرو د تایید تر څنګ جزیات نه دي ورکړي، خو طالبانو ته ځینې نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، په پرونیو خبرو کې دواړو لورو پر دې توافق کړی، چې امریکايي ځواکونه به شپني عملیات او بمبار بندوي او طالبان به په لویو ښارونو کې ځانمرګي بریدونه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي