۰
کرزی:

هیله ده دا ځل خبرې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
مخکني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د خبرو هرکلی او ملاتړ کړی، هیله یې ښودلې، چې دا ځل خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.
هیله ده دا ځل خبرې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي
مخکني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ د خبرو هرکلی او ملاتړ کړی، هیله یې ښودلې، چې دا ځل خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کرزی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د اسلامي تحریک ترمنځ د پیل شویو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.

په خبرپاڼه کې د کرزي له قوله ویل شوي، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او مسلم حق دی او په همدې بنسټ نوموړی د سولې لپاره له روانو هڅو کلک ملاتړ کوي.

ښاغلي کرزي له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي څو په پایله کې یې افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو قوي او واحد نظام خاوندان شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو تر منځ خبرې پیل شوي دي.

د سولې له خبرو باخبره سرچینه وایي، په پرونیو خبرو کې پر دې توافق شوی، چې امریکايي ځواکونه به شپني عملیات او بمبارۍ بندوي او په مقابل کې به یې طالبان په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي