۰

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبو پروسې – اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.
ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې ته ولاړ
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبو پروسې – اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ولسمشر او ورسره پلاوی نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه ترکیې ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غنی به په دغه کنفرانس کې د ګډون او وینا سربېره د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر مشرانو او چارواکو سره هم وګوري.

د یادونې ده، چې دغه کنفرانس د ترکیې په کوربتوب هر کال د افغانستان د سولې، امنیت او پرمختګ په هکله جوړېږي.

په دې کنفرانس کې د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي او د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم د امریکا په استازیتوب په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د استانبول پروسې د اسیا زړه په اتم کنفرانس کې به د افغانستان پر سولې، امنیت او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي