۰

د افغان سولې په تړاو به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې نن هم دوام ولري

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۷
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ، امریکا او وسله والو طالبانو تایید کړه، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي دي.
د افغان سولې په تړاو به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې نن هم دوام ولري
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ، امریکا او وسله والو طالبانو تایید کړه، چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه خبرې قطر ته د خلیلزاد له سفر وروسته پرون شنبې د لیندۍ ۱۶ مه په دوحه کې پیل شوې، چې نن به هم دوام ولري.

پرون یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تایید کړې وه، چې د امریکايي او طالب پلاویو ترمنځ خبرې پیل شوې او تمرکز به یې  د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند او د بین الاافغاني خبرو په پیل وي.

تر دې  وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړه، چې   قطر کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شوې او دغه خبرې د افغان حکومت او امریکا په مکمله همغږۍ کېږي.

ارګ وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په خبروکې دا هوکړه شوې چې کله د سولې خبرې پیلېږي تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند ویاند دواخان مینه پال وايي، د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ په مکررو خبرو کې دا تفاهم هم شوی چې له افغانستانه د باندې به د تروریستانو پر پناه ځایونو تمرکز کېږي.

هغه ویلي افغانستان او امریکا ګډې ګټې او اهداف لري، چې په اړه یې ګډ دریځ لري او ورته ګډ کارکوي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم تایید کړې، چې د دوی او امریکایي پلاوي تر منځ خبرې پرون پیل شوې دي او نن به هم جریان ولري.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«نن د محترم ملا برادر اخند ترمشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، د امریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې درېدلې وې.»

شاهین زیاتهکړې، چې د پرون په خبرو کې د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې  او دغه مذاکرات به نن هم دوام ولري.
نوموړي ویلي، خبرې به د یوې موافقې پر لاسلیک او اړوندو مسئلو را څرخي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

که څه هم د امریکا او طالبانو خبرې به تر ډېره د تاوتریخوالي پر کمښت، تل پاتې  اوربند او رسمي بین الاافغاني خبرو پر پیل راڅرخي، ولې تر اوسه جوته نه ده، چې اوربند به کله او بین الاافغاني خبرې  به څه وخت پیلېږي.

خو ځینې پخواني طالب چارواکي وايي، که چېرې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک شي، چې ښايي په دغه  اوونۍ کې  لاسلیک شي، نو ورسره سم به د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند هم وشي.

دغه راز پخواني طالب چارواکي وايي، دا کار به د بین الاافغاني رسمي خبرو لپاره هم لار اوره کړي او په بین الاافغاني خبرو کې  ښايي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هم تل پاتی اوربند اعلان شي.

د دغه طالب چارواکو په وینا تر چې امریکا او  طالبانو د مخکنیو خبرو مصوبې نه وي نه لاسلیک شوې، طالبان به اوربند او بین الاافغاني خبرو ته حاضر نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي