۰

امریکا د خپلو نظامي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رالېږي

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
امریکايي ارمي ټایمز ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکايي ځواکونو یوه ډلګۍ به سږ ژمی افغانستان ته ولېږل شي.
امریکا د خپلو نظامي ځواکونو یوه ډلګۍ افغانستان ته رالېږي
امریکايي ارمي ټایمز ویبپاڼې خبر ورکړی، چې د امریکايي ځواکونو یوه ډلګۍ به سږ ژمی افغانستان ته ولېږل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  د فورټ ډرام اډې ځانګړي قطعه چې په نیویارک کې مېشت ده سږ کال افغانستان ته رالېږل کېږي.

ارمي ټایمز وایي، د دغه سرتېرو په ورتګ سره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات نه شي، بلکې دوی به له افغانستان د وتلیو سرتېرو ځای ونیسي.

په راپور کې ویل شوي د امریکا د ملي ګارډ په نوم مشهور دا ځواکونه چې د امریکا د پوځونو درېیم ډول او ۸۲ مه قطعه ده، په افغانستان کې په ګڼو جنګي ماموریتونو کې  برخه اخلي.

باید و ویل شي، چې سږ کال د همدې قطعې درې سرتېري هم په افغانستان کې وژل شوي، چې یو یې د سپټمبر په میاشت کې بګرام ته نېږدې په یوه چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي