۰
سرچینې:

تمه ده یوه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک شي

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
ځینې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او ښايي نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.
تمه ده یوه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک شي
ځینې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او ښايي نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي تمه ده، چې په یوه اوونۍ کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.

راپورونه زیاتوي، که چېرې دواړه لوري موافقې ته سره ورسېږي نو ښایي د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه معلومه، تاوتریخوالی راکم او بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

باید و ویل شي، چې  خلیلزاد څو ورځې کابل کې و او دلته یې د افغان ولسمشر او  اجرائیه رییس سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسیون سره هم پر سوله خبرې وکړې.

ځینې سرچینې وايي، کابل ته د خلیلزاد د سفر موخه د بین الاافغاني خبرو ژر پیلېدل و، چې ښايي دا خبره له طالبانو سره هم مطرح کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې خلیلزاد به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي او د طالبانو سره د سولې خبرې به بیا پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي تر ځو له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي