۰

د بمونو د مور تر غورځولو وروسته اچین کې جلدي ناورغي خپره شوې

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د ولسي جرګې یو غړې وایي، وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو مور وغورځاوه اوس په دغه سیمه کې جلدي ناورغۍ شیوع کړې ده.
د بمونو د مور تر غورځولو وروسته اچین کې جلدي ناورغي خپره شوې
د ولسي جرګې یو غړې وایي، وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو مور وغورځاوه اوس په دغه سیمه کې جلدي ناورغۍ شیوع کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا څه باندې دوه کاله وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نوم یو غیر اټومي بم وغورځاوه او ویې ویل، چې د دغه برید موخه یې د داعش د مهم پټنځایونو له منځه وړل دي.

خو اوس د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړې وایي، د دغه بم له غورځېدو وروسته اوس په سیمه کې یو ډول جلدي ناروغي پیدا شوې او د پراخېدو په حال کې ده.

د جرګې غړې نیلوفر ابرهمي و ویل، چې د دې بم د کارولو وروسته د هغو اغېزو اوس په اچین کې ډېری خلک د پیس یا جزام په ناورغۍ اخته کړي او په ډېر بد وضعیت کې دي.

نوموړي زیاته کړه نه یوازې چې اچین کې دغه جلدي ناورغي پیدا شوې، بلکې ویل کېږي ځمکې یې هم له کرنې وتلې او څه نه راشنه کوي او دغه راز ان د میندو په ګډه کې یې پر ماشومانو هم اغېز کړی دی.

مېرمن ابراهمي په دې اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده او افغان حکومت یې د خپلو خلکو پر وړاندې به بې غورۍ او نه پاملرنې تورن کړ.

دې له ولسي جرګې وغوښتل، چې یو پلاوی وټاکي تر څو سیمې ته ولاړ شي او له نېږدې د بمونو د مور د ناوړه اغېزو په اړه څېړنې وکړي.

د یاودنې ده، چې په اچین کې د امریکا له لوري د بمونو د مور تر کارولو وروسته ګڼ کورني غبرګونونه راوپارېدل او پر امریکا ډېرو نیوکه کوونکو ویل، چې امریکا له افغانستان د خپلو وسلو د ازمویلو کارخونه جوړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي