۰
ناټو:

د سولې د هڅو د ملاتړ غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیز دی

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۵
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دي.
د سولې د هڅو د ملاتړ غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیز دی
د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو مشرانو پرون چهارشنبې په لندن کې غونډه وکړه او په کې یې له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په غونډه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې په افغانستان کې د ستونزو د حل او  سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار خبرې اترې  او مذاکرات دي.

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم له خبریالانو سره خبرو کې د افغانستان د روانې جګړې په سوله ایز حل ټینګار وکړ ویې ویل، چې  ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

خو په وینا یې د افغان سولې د هڅو د ملاتړ تر ټولو ښه او غوره لار دا ده، چې افغان ځواکونو وروزل شي او تجهیز شي.

هغه و ویل«موږ له افغانستان سره د خپلو مرستیو دوام ته ژمن یو او په دې باور یو، چې د افغانستان د سولې  د هڅو د ملاتړر تر ټولو ښه او غوره لار د افغان ځواکونو روزل، له هغوی سره مرسته او سلا مشورې  ورکول دي، تر چې طالبان پوه شي، چې هېڅکله د جګړې په ډګر کې بریالي کېدی نه شي.»

د ناټو مشر له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو او روانو هلو ځلو ملاتړ او ټنیګار یېوکړ، چې ناټو د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې د افغانستان د ستونزې حل ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا د دغه پروسې په اړه د ناټو له ټولو ائتلافيانو او ملګرو سره له نېږدې خبرې کړې او ټول د افغانستان د ستونزې پر سیاسي حل سلا دي.

د ناټو سرمشنی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې  خبرې تودې شوې او هیلې ورته ډېرې شوې  دي.

د سولې د هڅو په لړ کې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه کابل ته راغلی او د ولسمشر غني، ډاکتر عبدالله او یو شمېر سیاسیونو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي