۰
ولسمشر:

د دولت د ګازو او نفتو اړتیاوې باید له دولتي تصدیو پوره کړای شي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۷
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده، چې د دولت د مایع ګازو او نفتو اړتیاوې، د دولتي تصدیو څخه پوره شي.
د دولت د ګازو او نفتو اړتیاوې باید له دولتي تصدیو پوره کړای شي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده، چې د دولت د مایع ګازو او نفتو اړتیاوې، د دولتي تصدیو څخه پوره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر په همدې موخه پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۳ مه ارګ کې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ مسوولینو کته وکړه او د امنیتي او دفاعي سکتور اړتیاو پوره کولو په موخه د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ظرفیت څرنګوالی وارزاوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ رئیس د هیواد په څو ولایتونو کې د دغې تصدۍ د ظرفیتو او زېرمو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.

خو ولسمشر محمد اشرف غني و ویل، چې دغه تصدي پر موجوده ظرفیت زموږ د امنیتي او دفاعي بنسټونو اړتیاوې نشي پوره کولای.

ښاغلي غني لارښونه وکړه، چې د مایع ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ټولو تاسیساتو او زېرمو د اروزنې په موخه دې یو پلاوی موظف او داسې تحلیل ترلاسه شي چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د مایع ګاز او نفتي موادو د تاسیساتو زېرمو پر طرحې کار وکولای شو.

ولسمشر ویلي، چې د اوسنیو زېرمو، دویمې او ستراتېژیکې زېرمو د مدیریت سیستم دې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د اړتیاو پوره کولو متمرکزې جوړې شي.

نوموړي ټینګار کړي،چئ د مایع ګاز او نفتي موادو تصدي دې په مارکېټ کې له پرچون حالت څخه را وایستل شياو پرمدیریت یې د څارنه زیاته کړای شي.

ولسمشر وايي، د دې تصدۍ د موجودیت موخه دې دا وي چې د دولتي بنسټونو اړتیاو ته رسېدنه وکولای شي او په وینا یې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د دولت د مایع ګاز او نفتو اړتیاوې د دولتي تصدیو له لورې پوره شي.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي