۰

د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی دی

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۷
ارګ کې د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی او ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده.
د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی دی
ارګ کې د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی او ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني تېره ورځ (سه شنبې د لیندۍ ۱۲مه)  ناوخته د آریانا افغان هوايي شرکت له کارکوونکو او مشرتابه سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې په یاد شرکت کې د ژورو اصلاحاتو پر راوستلو او د باختر په نامه د نوي هوايي شرکت د جوړولو پر طرحه هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر سپارښتنه کړې چې د دغه شرکت د جوړېدو اقتصادي ارزونه دې وشي.

ښاغلي غني دغه راز په آریانا افغان هوايي شرکت کې د ژورو اصلاحات پر راوستو ټینګار کړی او د نویو الوتکو د اخیستو په اړه یې هم بحث کړی دی.

ارګ وایي، همدارنګه په دې لیدنه کې د ظرفیتونو په لوړولو او د نوو پیلوټانو پر روزنه هم ټینګار شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي