ولسمشر غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مشرتادامیچي یاماموتو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د جمهورآژانس ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه په ارګ کې تر شوې ده.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي یامامو د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه له ولسمشر غني سره شریکه کړه.
نوموړي له ولسمشر غوښتي، چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او د دغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او د دوی اړتیاوې واوري.
ملګرو ملتونو وروسته له دې د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې څه موده وړاندې ددغه سازمان پر موټر چاودنه وشوه او یو بهرنی کارکوونکی یې ووژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل