سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د ولسوال په کور وسله وال برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل،چې طالبانو تېره شپه د صیاد د ولسوال د استوګنې پر کور حمله کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د ولسوال د یوه ساتونکي په ګډون دې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د طالبانو په دغه برید کې د راکټ څو مرمۍ د ولسوال په کور لګېدلې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: سرپل