۰
سرپل:

ځايي خلکو د طالبانو پر ضد لاریون کړی، خو طالبانو پرې ډزې کړې

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکو چې د طالبانو له ظلمونو تر پزې راغلي و، لاریون کړي، خو طالبانو پر هغوی ډزې کړې دي.
ځايي خلکو د طالبانو پر ضد لاریون کړی، خو طالبانو پرې ډزې کړې
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکو چې د طالبانو له ظلمونو تر پزې  راغلي و، لاریون کړي، خو طالبانو پر هغوی ډزې کړې  دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې د کوهستانات ولسوالۍ اوسېدونکو پرون د طالبانو پر ضد لاریون کړی وو.

د هغه په وینا طالبانو غوښتل د دغه ولسوالۍ بازار چې ۲۰۰ هټۍ لري د اورا کلي جرغان کلي ته ولېږدوي، خو خلکو یې پر وړاندې مخالفت کړی دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د لاریون پر مهال خلکو د طالبانو د ولسوال په موټر د سوټیو او ډبرو برید کړی، خو طالبانو پر هغوی مرمۍ چلولې دي.

د سرپل د والي ویاند وایي، د طالبانو په ډزو د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور لاریونوال ټپیان شوي دي.

خو طالبان ویاند  قاري یوسف احمدي بیا دغه ادعاوې رد کړې او دا یې د افغان حکومت طالب ضد تبلیغات بللي دي.

احمدي ویلي، په کوهستانات ولسوالۍ کې د ځايي خلکو ستونزې حل شوې او هېڅ ډول اعتراضات او لاریونونو نه دي شوي.

د یادونې ده، چې د سرپل ولایت کوهستانات ولسوالي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

خو دا چې افغان حکومت یې ولې د نیولو لپاره اقدام نه کوي په اړه یې د سرپل د والي ویاند وايي، څو ځلې له مرکزي حکومت څخه د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو غوښتنه شوې، خو تر اوسه د هېواد دفاعي چارواکو له خوا دغه وړاندیز نه دی منل شوی.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي