د امریکا به جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لوېدیځې رسنۍ وايي، دغه الوتکه د جنوبي ایالت ډکوټا د شیمبرلین ښار څخه ایډاهو ایالت ته د تګ په موخه هوا ته د پورته کېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوې او را غورځېدلې ده.
چارواکي وایي، په دغه الوتکه کې ټولټال ۱۲ تنه سپاره و، چې د پيلوټ او دوه ماشومانو په ګډون ۹ تنه یې وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د الوتکې د غورځېدو لامل خرابه هوا ښودل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل