۰
امریکايي سناتور:

طالبان باید د تشو ژمنو پر ځای عملآ سولې ته خپله ژمنتیا ثبابته کړي

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
امریکايي سناتور ټام کاټون وايي، که وسله وال طالبان په افغانستان کې په رښتیا هم سوله غواړي، نو باید تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.
طالبان باید د تشو ژمنو پر ځای عملآ سولې ته خپله ژمنتیا ثبابته کړي
امریکايي سناتور ټام کاټون وايي، که وسله وال طالبان په افغانستان کې په رښتیا هم سوله غواړي، نو باید تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور کاټون په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په تشو ژمنو او خبرو افغانستان ته سوله نه راځي بلکې دغه ډله دې په عمل کې له تشدد او تاوتریخوالي لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړې«دا یو حقیقت دی چې امریکا غواړي طالبان د یوه سیاسي جهت په توګه په افغانستان کې فعالیت پيل کړي او له جګړو لاس واخلي، خو دغه ډلې ته هم په کار ده چې د تشو ژمنو او خبرو پر ځای عملا سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.»

امریکایي سناتور ټام کاټون ټینګار کړي، چې طالبان باید د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي، قوانین ومني، له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرېکړي او له جګړو لاس واخلي.

په ورته وخت کې هغه دا هم ویلي، چې امریکایي حکومت دې هم په وړو وړو ژمنو طالبانو ته لوی امتیازات نه ورکوي او ښه به وي د افغانستان د سولې خبرې د جګړې په کمولو او تاوتریخوالي ختمولو کې مثبت اغېز ولري.

دغه امریکایي سناتور یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنشنبې په شپه د بګرام په پوځي اډه کې له طالبانو سره د سولې توافق او اوربند ته چمتوالی وښود.

نوموړي و ویل طالبان هم توافق او اوربند غواړي او په دې اړه ورسره خبرې روانې دي، خو په وینا یې باید انتظار وشي، چې څه کېږي.

خو طالبانو د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه خبرې له وخته مخکې بللې او ویلي یې دي، امریکا دې لومړۍ مخکنۍ توافق پاڼه لاسلیک کړي وروسته به سمدستی اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي