۰

د ویسټ انډیز پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان شوه

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.
د ویسټ انډیز پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ویسټ انډیز پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ وایي، دغه نوملړ یې له ویسټ انډیز سره له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته نن دوشنبې د لیندۍ ۴ مه اعلان کړی دی.

په اعلان شوي نوملړ کې راشد خان، اصغر افغان، رحمت شاه، احسان الله جنت، جاوید احمدي، اکرام علي خېل، افسر ځاځي، ابراهیم ځدراڼ، ناصرجمال، قیس احمد، کریم جنت، ظاهر خان، یمن احمدزی، حمزه هوتګ او نجات مسعود شامل دي.

کرکټ بورډ وایي، سید شېرزاد او حشمت الله شهیدي د ټپ له امله نه دي غوره شوي.

په دغه لوبه کې د نبي نوم نشته ځکه هغه له ټېسټ لوبو استعفا کړې، خو مجیب ځدراڼ بیا نه دی په کې اخستل شوی.

د ویسټ انډیز پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیليږي چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي