۰

ننګرهار کې ۲۲ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
ملي دفاع وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو یوه ۲۲ کسیزه ډله افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوې ده.
ننګرهار کې ۲۲ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو یوه ۲۲ کسیزه ډله افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، یاد داعشیان پرون شنبې د لیندۍ ۲ مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان زیاته کړې، چې تسلیم شویو داعشیانو له ځان سره ۱۸ میله وسلې هم افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

فواد امان وايي، په اچین کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د دعش پر ضد عملیات روان دي، چې لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د داعش یوه ۱۰ کسیزه ډله د وسلو سره یو ځای په اچین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوې وه.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په روانه میاشت کې نېږدې ۸۰۰ داعش جنګیالي، د هغوی ښځې او ماشومان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي