۰

ننګرهار کې ۱۰ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش یوه بله لس کسیزه ډله هم افغان ځواکونو ته تسلیم شوې او وسلې یې ورته سپارلې دي.
ننګرهار کې ۱۰ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش یوه بله لس کسیزه ډله هم افغان ځواکونو ته تسلیم شوې او وسلې یې ورته سپارلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعشیانو دغه تازه دمه ډله پرون جمعه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په ختیځ کې د ځانګړو ځواکونو چارواکي وايي، تسلیم شویو داعشیانو له ځان سره لس میله کلاشنکونه هم افغان ځواکونو ته سپارلي او له جګړې یې لاس اخیستی.

د دوی په وینا لا هم په اچین کې د داعش یوه وړه ډله د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، خو وایي پر ضد یې عملیات دوام لري، چې ډېر ژر به یا هغوی هم تسلیم شي او یا به هم له منځه یووړل شي.

د یادونې ده، چې له تېرې یوې میاشتې په ننګرهار په ځانګړې ډول د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو شدید عملیات پیل شوي دي.

د دغه عملیاتو د پیل سره سم د ننګرهار د چارواکو په وینا تر اوسه ۷۰۰ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان او پاکستانیان دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي