۰

افغانستان له ویسټ انډیز نه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۵
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز لوبډلې د درېیمې لوبې په ګټلو سره د شل اوریزه لوبلړۍ یا سریز دوه یو وګاټه.
افغانستان له ویسټ انډیز نه شل اوریزه لوبلړۍ وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ویسټ انډیز لوبډلې د درېیمې لوبې په ګټلو سره د شل اوریزه لوبلړۍ یا سریز دوه یو وګاټه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان و ویسټ انډیز تر منځ د شل اوریزه لوبو دغه لړۍ له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوې وه، چې پرون یکشنبې د لړم ۲۶ مه یې وروستۍ یا درېیمه لوبه تر سره شوه.

د دغه لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۵۷ هدف وټاکه.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې رحمن الله ګربز په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

ویسټ انډیز لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شوای کړی او د شل اورونو په لوبولو او ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۸ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې نوین الحق درې، راشد، مجیب، کریم جنت او ګلبدین یو یو لوبغاړی له مخې لرې کړ.

په دې شل اوریزه سریز کې لومړۍ لوبه ویسټ انډیز او دوه پرلپسې لوبې افغان لوبډلې وګټلې، چې د سریز جام هم د افغان لوبډلې په نوم شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ویسټ انډیز له افغانستان څخه د پنځوس اوریزه سیالیو لوبلړۍ درې صفر کټلې وه.

اوس د دواړو لوبډلو تر منځ ټسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه پاتې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې به تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي