۰
ولسمشر غني:

د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوو

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۳
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوي او په وینا یې واقعي سوله هغه وخت راتلی شي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو لاس کې وي.
د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوو
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې په اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره مشورې کوي او په وینا یې واقعي سوله هغه وخت راتلی شي، چې مشري او مالکیت یې د افغانانو لاس کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیال کانسوکي نګاوکا سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، هڅه کوي، چې افغانستان د سیمې پر اقتصادي څلور لاري بدل کړي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې سولې ته هم اشاره کړې ویلي یې دي، سوله د افغانانو غوښتنه او د دولت مهم لومړیتوب دی او افغانستان هغه وخت پایداره سولې ته رسېدلی شي چې د دې پروسې مشري او مالکیت د افغانانو په لاس کې وي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې په دې اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره سلا مشورې کوي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

په ورته وخت کې کانسوکي هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغان حکومت او افغانانو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي