۰

د ننګرهار د کرنې رییس په ترافیکي پېښه کې مړ شوی

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۱
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سیمع الله نصرت په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د کرنې رییس په ترافیکي پېښه کې مړ شوی
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سیمع الله نصرت په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د نصرت د مړیني پخلي کوي وایي، دغه پېښه نن یکشنبې د لړم ۲۶ مه سهار د کابل – جلال آباد پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس موټر د کابل – جلال آباد پر لویه لار د سرخکانو په سیمه کې ټکر کړی او نوموړی په کې مړ شوی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رسمتي هم د سمیع الله نصرت د مړیني تایید کړی او هغه یې د کرنې وزارت لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

د یادونې ده، چې انجینر سمیع الله نصرت تر دې وړاندې په خوست او زابل ولایتونو کې دندې تر سره کړې او له تېرو څو میاشتو راهیسې له زابل څخه ننګرهار ته تبدیل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي