د ټاکنو د څار بنسټونه: د پایلو ځنډ به ټاکنې بحران ته یوسي

22 عقرب 1398 ساعت 13:06

پر ټاکنو د څار بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ځند اندېښنه وښوده وایي، که پایلې وځندېږي، انتخاباتي پروسه به له بحران سره مخ شي.


پر ټاکنو د څار بنسټونو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ځند اندېښنه وښوده وایي، که پایلې وځندېږي، انتخاباتي پروسه به له بحران سره مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تیفا او فیفا دغه اندېښې پر داسې مهال ښيي، چې د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید سبا پنشنبې د لړم ۲۳ مه اعلان شي.

خو د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند عبالعزیز ابراهیمي نن له جمهور آژانس سره خبرو کې و ویل، کمېسیون تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې، چې پایلې سبا اعلان کړي که نه.

همدې ته په کتو پر ټاکنو د څاربنسټونه فیفا او تیفا وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو دوهم ځلي ځنډ د ټاکنو پروسې د بحراني کېدو لپاره زمینه جوړوي.

د فیفا د برنامو مسوول محمد نعیم اصغري وایي، د ټاکنو پایلو په بیا ځندېدو سره سیاسي نفوذ او فساد لا زیاتوي، او په ټول کې به د ټاکنو پروسه له بحران سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټاکنو په شفافیت کې د وخت فکتور ډېر مهم دی چې یو ځل د کمېسیون له خوا نقض شوی دی او ښايي یو ځل بیا هم دغه فکتور تر پښو لاندې دي، چې د ټاکنو پروسې په ګټه نه دی.

د هغه په وینا د رایو بیا شمېر هم ستونزې لري خو دا د کمېسیون صلاحیت او مکلفیت دی، چې د شمار ترڅنګ د ټولو ښکېلو اړخونو اندېښنو ته د څاروونکو او رسنیو پر وړاندې ځوابونه ووايي.

په ورته وخت کې د تیفا ویاند زبیر حبیب زاده وایي، د دوی موندنې ښيي، چې په کمېسیون کې کمزوری مدیریت، د انتخاباتي ټیمونو سیاسي ګوندونو او سفاروتونو فشارونه شته او کمېسیون نه شي کولي د ټاکلي مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، څومره چې د ټاکنو پایلې ځنډېږي په همغه کچه د ټاکنو پر ملي پروسه د خلکو باور له منځه ځي او پایلې به یې هم انتخاباتي ټیمونو او خلکو ته د منلو نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په یوه خبري ناسته کې و ویل، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان کړي، خو په وینا یې په ځينو ولایتونو کې د ځینو انتخاباتي ټکټونو له خوا د رایو د بیا شمېر پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، چې ښايي پایلې هم وځندېږي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 122190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com