۰
جنرال جک کېن:

د زندانیانو خوشي کول به د سولې پروسه ګړندۍ او پرمختګ به وکړي

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د امریکا د جګړې د یوه د څېړنیز مرکز یوه غړي جنرال جک کېن وايي، د طالب زندانیانو خوشي کول به د افغان سولې پرسه چټکه او پرمختګ به په کې رامنځ ته کړي.
د زندانیانو خوشي کول به د سولې پروسه ګړندۍ او پرمختګ به وکړي
د امریکا د جګړې د یوه د څېړنیز مرکز یوه غړي جنرال جک کېن وايي، د طالب زندانیانو خوشي کول به د افغان سولې پرسه چټکه او پرمختګ به په کې رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه متقاعد امریکايي جنرال ویلي، انس حقاني د طالبانو د حقاني شبکې مهم غړی دی او د ده په خوشي کولو سره به د سولې د ټولو اړخونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي.

نوموړي تمه ښودلې، چې د طالب بندیانو په خوشي کولو سره د افغان سولې پروسه چټکه او پرمختګ به په کې رامنځ ته شي.

جنرال کېن ویلي دا چې افغان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، نو ځکه ولسمشر ټرمپ غواړي له هرې لارې چې وي، دغه جګړه پای ته ورسوي.

دغه متقاعد امریکایي پوځي هیله څرګنده کړې، چې د امریکا تر مذاکراتو وروسته ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

په ورته وخت کې یاد امریکايي جنرال دا هم ویلي، انس حقاني په جګړه ییزو ماموریتونو کې برخه نه شي اخیستلی بلکې د طالبانو له نورو مشرانو سره به په قطر کې یوازې په ديپلوماتیکو او مذاکراتي ماموریتونو کې شریک وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ته نېږدو سرچینو هم ویلي، چې انس حقاني له دوه نورو ملګرو سره یو ځای په ځانګړې اتلوتکه کې د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او ډېر ژر به د طالبانو د مشر ملا هبت الله د مخکنۍ پرېکړې له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د نوي مرستیال په توګه دنده پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي