۰
سرچینې:

انس حقاني به د طالبانو د قطر دفتر د نوي مرستیال په توګه دنده پیل کړي

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، له بګرام زندان د حقاني شبکې خوشی شوی مهم غړی انس حقاني به د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مرستیال په توګه دنده پیل کړي.
انس حقاني به د طالبانو د قطر دفتر د نوي مرستیال په توګه دنده پیل کړي
طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، له بګرام زندان د حقاني شبکې خوشی شوی مهم غړی انس حقاني به د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مرستیال په توګه دنده پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید تېره شپه د ولسمشر غني د حکم سره سم د بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.

سرچینې وايي، د حقاني شبکې دغه درې تنه مهم غړي په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته لېږدول شوي او پلازمېنې دوحې ته رسېدلې دي.

په ورته وخت کې طالبانو ته نېږدې سرچینې ویلي، انس حقاني به د طالبانو د مشر ملا هبت الله د مخکنۍ پرېکړې له مخې ډېر ژر قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سیاسي دفتر د نوي مرستیال په توګه دنده پیل کړي.

د یادونې ده، چې د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ الرشید چې د حقاني شبکې مهم غړي او له افغان حکومت سره زندانیان و، خوشي کولو اعلان پرون ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي ډول وکړ.

ښاغلي غني و ویل، چې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې ډول د امریکا سره په سلاه مشوره د حقاني شبکې دغه درې غړي په مشرط ډول له بنده خلاصوي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د دغه طالبانو له خوشي کېدو څخه یې د سولې لپاره د باور رامنځ ته کول، د سولې مخامخ خبرې، د تاوتریخوالي کموالی او دغه راز له دوه امریکايي استادانو سره چې د طالبانو په بند کې دي د بشري خواخوږۍ له مخې خوشي کوي.

د هغه په وینا افغان حکومت له نړیوالو شریکانو او امریکا سره په ګډه داسې کړنلاره تر لاسه لاندې نیولې، چې د یادو کسانو خوشي کېدل به د دښمن د لیکو د قوت او بریدونو د زیاتوالي سبب نه ګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي