کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې موټر بم چاودنې شوې او له امله یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د قصبې سیمې که قسیم د تېلو ټانګ ته نېږدې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، لومړي معلومات ښيي، چې په دغه موټر بم برید کې تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
ویل کېږي د چاودنې ځای ته نېږدې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي پر ضد مبارزې معینت او ځینې نورې دولتي او غیر دولتی ودانۍ هم شتون لري.
په ورته وخت کې په دغه چاودنه کې د ولسي وګړو یو شمېر موټرونو او کورنو ته هم زیان رسېدلی او ښايي مرګ ژوبله هم په کې اوښتې وي.
تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم معلومه ده، چې ځانمرګی موټر بم و، که څنګه.
جمهورخبري آژانس:کابل