۰
ننګرهار:

د ۴ نارینونه په ګډون ۹۳ داعش مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلم شول

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش ۹۳ تنه غړي، چې څلور په کې نارینه او نور ټولې مېرمنې او ماشومان دي حکومت ته تسلم شول.
د ۴ نارینونه په ګډون ۹۳ داعش مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلم شول
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش ۹۳ تنه غړي، چې څلور په کې نارینه او نور ټولې مېرمنې او ماشومان دي حکومت ته تسلم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه داعشیانو د تسلیمېدو خبر نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ورکړ.

 نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې د څلور نارينو په ګډون د داعش اړوند ۹۳ تنه ميرمنې او ماشومان تسليم شول.

خوږیاڼي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو زیاتوي، چې دغه داعشیان به ډېر ژر د رسنیو په مخ ښکاره کړي.

په ورته وخت کې خوږیاڼي دا هم ویلي، چې د داعشیانو د تسلمېدو لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۹ داعشیان افغان ځواکونو ته تسلم شوي وو او تر هغې یوه ورځ وړاندې بیا د ۲۹ داعشیان افغان حکومت ته تسلم شوي و.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي