۰

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان د آی اېس آی له مشر سره لیدلي

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له رییس او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان د آی اېس آی له مشر سره لیدلي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی له رییس او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د آی اېس آی مشر جنرال فیض حمید او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود پرون دوشنبې د لړم ۲۰ مه کابل ته راغلي وو.

د ملي امنیت شورا نه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي محب په همدې ورځ د جنرال حمید او محمود سره ولیدل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي، چې دواړو لورو د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو پر ښه کولو، او د ستونز د حل په موخه د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو او دغه راز په خیبر پښتونخوا کې د افغان مارکټ په موضوعاتو خبرې وکړې.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وایي، د پاکستان دغه چارواکي افغانستان ته د بښنې غوښتلو په پار راغلي و، ځکه څو ورځې وړاندې یې په اسلام آباد کې افغان سفیر د ټولو نړیوالو دیپلوماتیکو اړیکو خلاف احضار کړی و.

هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، ولسي او مشرانو جرګې د پاکستان دغه کړنه وغندل او دا یې د ټولو اصولو او معیارونو خلاف عمل وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي