۰
د ولسي جرګې اندېښنه:

د ټاکنو د پایلو برخه کې هر ډول ټمبلي او ځنډ هېواد بحران ته بیايي

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۳
ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ځند په اړه اندېښنه وښوده وايي، په دې برخه کې هر ډول ټمبلي او غفلت هېواد کې اختلافات زیاتوي، او بحران ته یې بیايي.
د ټاکنو د پایلو برخه کې هر ډول ټمبلي او ځنډ هېواد بحران ته بیايي
ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ځند په اړه اندېښنه وښوده وايي، په دې برخه کې هر ډول ټمبلي او غفلت هېواد کې اختلافات زیاتوي، او بحران ته یې بیايي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د جرګې رییس میر رحمان رحماني د نن دوشنبې لړم ۲۰ مې په عمومي غونده کې و ویل، د افغانستان خلکو ټول خطرونه پر ځان ومنل او د یوه مثبت بدلون په خاطر یې رایې ورکړې، چې نه باید ناهیلي شي.

د هغه په وینا د ټاکنیزو کمېسیونونو او انتخاباتي ټیمونو چلند باید د ټاکنو د پایلو په اړه په داسې شکل وي، چې له مخې یې د سیاسي قدرت انتقال په سوله ییزه توګه تر سره او ښکېل لوري یې ومني.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکنو کمېسیون باید د پایلو په اعلان کې نور ځنډ ونه باسي ځکه دغه ځنډ هېواد کې اختلافات زیاتوي او هېواد بحران ته بیايي.

د جرګې یو بل غړي سید ظاهر مسرور و ویل، ځینې غواړي د ټاکنو پایلې ونه مني او زړه یې غواړي یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شي، هغه څه چې افغان ولس ته په هېڅ صورت د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې ناکام و او دغه تجربه نه باید نوره تکرار او په یوه عرف او عادت بدله شي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که د ملي یووالي حکومت او د پایلو نه منل په یوه عرف بدل شي نو په راتلونکې کې به د ټاکنو هېڅ ډول پایلې هم د منلو نه وي.

ښاغلي مسرور له جرګې وغوښتل، چې د ټاکنو له کمېسیون څخه په ملاتړ د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي او د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانه کوچۍ هم د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل، چې د خلکو له برخلیک سره لوبې ونه کړي او د ټاکنو پایلې د قانون او ټاکلي مهال وېش سره سم اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی په ټول توان هڅه کوي، د رایو د بیا شمېر بهیر په بشپړېدو سره د ټاکلي مهال وېش سره سم د لړم په ۲۳ مه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

خو ځینې انتخاباتي ټکټونو د ټاکنو کمېسیون له دغه کار سره مخالفت کړی او ژر تر ژره یې د یو شمېر هغه محلونو چې ستونزې په کې دي د رایو د بیا شمېر پروسې د درولو غوښتنه کړې.

ځینې ټکټونه لکه د حکمتیار ټیم خو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ټاکنې ۴۴ سلنه له درغلیو ډکې دي، چې ولس ته د منلو نه دي، موقت حکومت د جوړ او ټاکنې د له سره وشي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي