ولسي جرګې د ایکو سازمان او ترکمنستان سره موافقت پاڼې تصویب کړې

20 عقرب 1398 ساعت 12:54

ولسي جرګې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتو ورکولو او دغه راز له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون موافقت پاڼې تصویب کړې.


ولسي جرګې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتو ورکولو او دغه راز له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون موافقت پاڼې تصویب کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون د نن دوشنبې لړم د ۲۰ مې په عمومي غونډه کې دغه موافقت پاڼې رای ته وړاندې کړې.

د یاد کمېسیون غړې رحیمه جامي و ویل، چې د ایکو سازمان سره د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د معلوماتي بانک د رامنځ ته کولو موفقت پاڼې ګټه دا ده، چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري زیانونو څخه افغانستان ساتل کېږي.

دغه راز د یاد کمېسیون بل غړي فکوري بهشتي بیا و ویل، چې د ترکمنسستان او افغانستان د ستراتېژیک ګډون د موافقت پاڼې ګټه هم په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې ده.

خو د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشردوست بیا له ترکمنستان سره د ستراتېژیک ګډون پر موافقت پاڼې له دې امله نیوکه وکړه، چې په وینا یې په دوه مادو کې یې راغلي، چې د دغه موافقت پاڼې پر بنسټ دوی نه شوي کولی له درېیم هېواد سره اړیکې ټینګي کړي.

د بشردوست په وینا په دغه مادو کې ویل شوي چې له یادو هېوادونو یو یې هم نه شي کولی له دریمي هېواد سره په داسې شکل اړیکې وپالې، چې د بل هېواد د ملي ګټو ضد وي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه دوه مادې د افغانستان خپلواکي تر سوال لاندې راولي او د ملي ګټو ضد دي.

خو له دې سره سره د ولسي جرګې رییس دغه موافقت پاڼې رایې ته وړاندې کړې، چې د رایو په اکثریت سره په یوه پیلامه او ۱۷ مادو کې تصویب شوې.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com