۰
محب:

د ترهګرو د ملاتړ کوونکو رښې هم باید له منځه یووړل شي

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې ترهګر، بلکې د هغوی د ملاتړ کوونکو ریښې او سرچینې هم باید وچې او له منځه یو وړل شي.
د ترهګرو د ملاتړ کوونکو رښې هم باید له منځه یووړل شي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې نه یوازې ترهګر، بلکې د هغوی د ملاتړ کوونکو ریښې او سرچینې هم باید وچې او له منځه یو وړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لړم ۱۹ مه د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې له څارونکو سره په لیدنه کې کړې دی.

ښاغلي محب ویلي، چې د ترهګرو پر وړاندې یوازې مخامخ جګړه بسنه نه کوي، بلکې له هرې لاې یې مخنیوی وشي او د هغوی د ملاتړ کوونکو ریښې او سرچینې باید وچې او له منځه ولاړې شي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې څارونکو پر دې اړتیا د ټینګار تر څنګ  ویلي، د ترهګرو تګ راتګ او آزاد ګرځېدل هم له ورانکارو فعالیتونو سره مرسته کوي او باید په دې اړه اقدام وشي.

دوی وویل، چې اداره یې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د افغان حکومت لخوا اړونده وړاندیزونو او مشورو ته ضرورت لري.

د یادونې ده، چې دواړو لورو په دې برخه کې د لا ډېر کار او همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي