۰
د امریکا د پوځ مشر:

له افغانستان څخه نه وځو، ماموریت مو نه دی بشپړ شوی، کار پاتې دی

دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د امریکا متحده ایالاتونو د پوځ مشر جنرال مارک میلي وایي، امریکايي ځواکونه به د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.
له افغانستان څخه نه وځو، ماموریت مو نه دی بشپړ شوی، کار پاتې دی
د امریکا متحده ایالاتونو د پوځ مشر جنرال مارک میلي وایي، امریکايي ځواکونه به د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال میلي پرون یکشنبې د نومبر ۱۰ مه له اې بي سي تلوېزیون سره په مرکه کې و ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت نه دی بشپړ شوی او دغه ځواکونه به د څو نورو کلونو لپاره نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

هغه و ویل« امریکايي ځواکونه چې ۱۸ کاله کېږي په افغانستان کې دیره دي، څو کاله نور هم به هلته پاتې وي.»

نوموړي له امریکا څخه دباندې د امریکایي عسکرو په موجودیت او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبرې کولې زیاته کړه، چې دوی افغانستان ته د دې لپاره ولاړل، چې دغه هېواد بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او پر امریکا برید ونه کړي.

جنرال میلي ټینګار کړی، چې د امریکا دغه ماموریت لا بشپړ شوی نه دی او د دې ماموریت د بري لباره افغان حکومت او افغان ځواکونه باید د خپل هېواد د امنیت ساتلو جوګه شي او پرېنږدي، چې ترهګر یې له خاورې پر امریکا او نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

نوموړي ونه ویل، چې ځواکونه به یې څو کاله نور افغانستان کې وي، خو تر دې مخکې امریکایي چارواکو ویلي وو، په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو موجودیت په حالاتو او شرایطو او له طالبانو سره د سولې په خبرو پورې تړلی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي