د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، جوزجان ولایت کې له طبعي ګازو د ۴۰ میګا واټه برېښنا د تولید دستګاه ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دستګا پرون یکشنبې د لړم ۱۹ مه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې له طبعي ګازو د بریېښنا د تولید دستګاه فعالیت پیل کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه دستګاه د بیات پاور بنسټ په پانګونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د طبعي ګاز څخه د برېښنا د تولید دغه دستګاه د د جوزجان په مرکز شبرغان کې چې د طبي ګازو زېرمې لري جوړه شوې ده.
له دغه دستګاه تولید شوې برېښنا به د برېښنا شرکت د شبکې له لارې انتقالېږي، چې په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې به لسګونه زره کورنۍ ترې ګټه واخلي.
له طبعي ګازو د برېښنا د تولید دغه دستګاه پر داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې افغانستان اوس مهال تر ډېره برېښنا د منځنۍ آسیا له هېوادونو واردوي.
جمهورخبري آژانس:جوزجان