دفاع وزارت: زابل کې مو مهم طالب قوماندان وژلی

19 عقرب 1398 ساعت 13:39

ملي دفاع وزارت په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم او کلیدي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم او کلیدي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوی طالب قوماندان ملا حمدو نومېږي.

سرچینې زیاتې، چې ملا حمدو او دوه ساتونکي یې نن سهار د زابل ولایت په شنکۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په رازق عملیاتو کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ملا حمدو په ګڼو چاودنو کې لاس درلود او له القاعده شبکې سره یې نژدې اړیکې لرلې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com