۰
عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته!

د رایو بیا شمېرنې پروسه ودوري، که بحران رامنځ ته شو، مسوولیت یې د دولت ساز ټیم په غاړه دی

یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه جدي وغوښتل، چې د رایو د بیا شمېرنې پروسه ژر تر ژره ودروي.
د رایو بیا شمېرنې پروسه ودوري، که بحران رامنځ ته شو، مسوولیت یې د دولت ساز ټیم په غاړه دی
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه جدي وغوښتل، چې د رایو د بیا شمېرنې پروسه ژر تر ژره ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه یې د لویې جرګې خیمه کې د خپل ټیم غړو او ملاتړو ته وینا کوله وویل، چې په ټاکنو کې درغلۍ په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ثبات او همپالنې ټیم ته له بایومتریک شویو رایو پرته نورې رایې د منلو نه دي او په وینا یې هغه رایې، چې بایومتریک شوې نه دي او یا له ټاکلي وخته وړاندې او وروسته کارول شوې، باید باطلې اعلان کړي.

د هغه په وینا د ټاکنو کمېسیون د قانون خلاف د هغه محلونو رایو بیا شمېرنه پیل کړې، چې یا هم له سره باطلې دی او یا هم له ټاکلي وخت وړاندې او وروسته مرکزي سرور ته داخلې شوې دي.

نوموړي و ویل«۳ سوه زره رایو په اړه موږ ستونزه لرو او همدا شمېر رایې د مناقشې وړ دي، موږ وایو په دې رایو کې ستونزې دي، خو کمېسیون یې په خپل سر د بیا شمېرنې پروسه پیل کړې، چې دا خپله یو غیر قانوني کار دي، ځکه زموږ ناظرین هلته وجود نه لري.»

د ثبات او همپالنې ټیم مشر زیاته کړه، دوی مني چې د وروستۍ پرېکړه واک د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کار دی او کار ته یې درناوی هم لري، خو په وینا یې غیر قانوني کړنې ورته د منلو نه دي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، دا چې د رایو بیا شمېرنې پروسه کې د ثبات او همپالنې ټیم ناظرین او څارونکي شتون نه لري، نو که چېرته کمېسیون پایلې اعلانوي، پرته له شکه چې غیر مشروع به وي.

عبدالله و ویل، چې دوی د خلکو له پاکو رایو په هر ډول چې وي په سوله ییزه توګه دفاع کوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه کېنږدي.

دی وایي، د ثبات او همپالڼې ټیم د ټاکنو کمېسیون سره په دې اړه خبرو ته چمتو دی، تر څو د رایو په اړه راپورته شوې ستونزه ورسره هواره کړي.

خو په وینا یې له کمېسیون څخه یې په پسته ژبه جدي غوښتنه دا ده، چې د رایو بیا شمېرنې پروسه ژر تر ژره ودوروي او په دې اړه له ټاکنیزو ټیمونو سره د بهرنیو او کورنیو ناظرینو وړاندې په مطبوعاتي ناستو کې دغه ستونزه حل او د افغانستان خلکو ته قناعت ورکړل شي.

ده و ویل« موږ له قانون پرته بل څه نه غواړ، خو د قانون خلاف کار هم نه منو، د خلکو له پاکو رایو به دفاع کوو، هېڅ ډول جوړجاړی هم نه منو او د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ به راتلونکی حکومت د منلو وي.»

هغه ټینګار، چې په تېر ځل ټاکنو کې یې د افغانستان برخلیک او د خلکو د سلامت لپاره مصلحت ته غاړه ورکړه، خو دا ځل په هېڅ صورت جوړجاړی ورته د منلو نه دی، چې په وینا یې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده.

د ثبات او همپالنې ټیم خبرداری ورکړو چې دوی به په هر ډول چې وي د خلکو د پاکو رایو څخه به دفاع کوي او نه غواړي، چې افغانستان بحران خوا ته ولاړ شي.

خو په وینا یې که افغانستان د بحران خوا ته ځیني نو مسوولیت به یې ټول د دولت ساز ټیم پر غاړه وي، ځکه دغه ټیم غواړي په درغلیو ځان واک ته ورسوي، چې دا کار یې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی.

عبدالله عبدالله و ویل، چې دوی به تر ورستي حده پورې ودرېږي خو په وینا یې که د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېر ته دوام ورکړي، نو دوی به په نورو سوله ییزه اقداماتو لاس پورې کړي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون شنبې د لړم ۱۸ مه د څه باندې ۸ زره محلونو د رایو بیا شمېرنې پروسه پیل کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د دغه پروسې له پیل وړاندې ویلي و، چې د رایو بیا شمېرنې پروسې ځنډ افغانستان د بحران خوا ته بیايي نو ځکه یې دوی د بیا شمېرنې پروسه پیل کړې.

هغې ویلي و، چې کمېسیون به خپل کار ته ادامه ورکوي، خو که نوماندان او انتخاباتي ټکټونه کومه نیوکه او ملاحضه پرې لري نو د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ته یې د وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي