۰
فاریاب:

د طالبانو یو قاضي، د سرې قطعې قوماندان او دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي

یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۵
ملي دفاع وزارت په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قاضي، د سرې قطعې د یوه قوماندان او دوه ازبکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو یو قاضي، د سرې قطعې قوماندان او دوه ازبکستاني وګړي وژل شوي
ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قاضي، د سرې قطعې د یوه قوماندان او دوه ازبکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال پرون له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته او هوايي بریدونو کې د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ د مهراب او سلدوز تپې په سیمو کې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، له دې وسله والو سره یو ځای پنځه تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

سرچینه وایي، په وژل شویو کسانو کې مولوي محمد رحیم د اندوخوی د چهارګاني ولسوالۍ لپاره د طالبانو قاضي او دغه راز د قرغان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان فدا محمد مشهور په اته مراد کور هم شامل دي.

همدا رنګه خبرپاڼه وايي، دوه ازبکستاني وسله وال چې یو یې د سیف الله په نوم پېژندل شوی له پنځو نورو وسله والو سره وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، له هغې ورځې چې په اندخوی کې چاڼیز عملیات پیل شوي تر اوسه پورې د ۷ مطرح قوماندانانو په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو کسانو نومونه دې ډول راغلي، ملا رحیم د طالبانو قاضي، ملا عبدالحکیم مشرو په بلال د طالبانو مرستیال ولسوال، فدا محمد مشور په اته مراد کور د سرې قطعې قوماندان، مححمد صادق ګروپي قوماندان، نقیب الله، محب الله، مولوي محمد قاسم.

دغه راز دفاع وزارت وايي په دې عملیاتو کې د مولوی رفیق په نوم د طالبانو مرستیال ولسوال، قاري زبیر د عشر او زکات ټولونې مسوول، ملا مختار او درې نورو طالبانو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي