حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیول شوی دی

18 عقرب 1398 ساعت 10:25

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي نسیم سګ پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، نسیم سګ په ۱۳ مې او ۱۸ حوزو اړوند سیمو کې د غلا، لار شکوونې او چپاولګرۍ په څو پېښو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا د یوې موټي برچې سره باالفعل ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي غله د څلور ځلې لار شکوونکې، غلا او د موبایلو د چپاولګرۍ په اړه اعتراف کړی، چې قضیه یې اوس هم تر پلټنو لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com