کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې یو حرفوي غل نسیم مشهور په نسیم سګ نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي نسیم سګ پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، نسیم سګ په ۱۳ مې او ۱۸ حوزو اړوند سیمو کې د غلا، لار شکوونې او چپاولګرۍ په څو پېښو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا د یوې موټي برچې سره باالفعل ونیول شو.
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي غله د څلور ځلې لار شکوونکې، غلا او د موبایلو د چپاولګرۍ په اړه اعتراف کړی، چې قضیه یې اوس هم تر پلټنو لاندې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل