۰

د پکتیا د استناف محکمې درې قاضیان په لوګر ولایت کې وژل شوي

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د استناف محکمې درې تنه قاضیان او یو کارکوونکی لوګر ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
د پکتیا د استناف محکمې درې قاضیان په لوګر ولایت کې وژل شوي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پکتیا ولایت د استناف محکمې درې تنه قاضیان او یو کارکوونکی لوګر ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لړم ۱۶ مه د کابل – لوګر پر لویه لار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په باقي آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لوګر ولایت چارواکي وایي، د استناف محکمې څلور تنه قاضیان له لوګر څخه کابل ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ او وژل شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ هم په پېښه کې د څلورو تنو وژل کېدل تایید کړي، خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د پکتیا پرس کلپ په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې دغه کسان د پکتیا ولایت د استناف محکمې غړي وو.

په دې معلوماتو کې ویل شوي، د پکتیا د استناف محکمې درې قاضیان او یو کارکوونکی د کابل – ګردیز پر لویه لار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کابل پوهنتون یو استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېری هم د کندوز – بغلان پر لویه لار د مرکزي بغلان په همت خېل سیمه کې د وسله والو له خوا وژل شوی وو.

د بغلان چارواکو ویل، دغه استاد د وسله والو طالبانو له خوا په مرمزو ډول وژل شوی دی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي