تاجکستاني چارواکو ادعا وکړه، چې په دغه هېواد کې وژل شوی داعش وسله وال د افغانستان له خاورې وراوښتي و، خو دفاع وزارت یې دغه ادعا رد کړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تاجکستان پرون خبر ورکړ، چې ازبکستان سره پر پوله یې پر یوه سرحدي پوسته مخ پټو وسله والو برید کړی دی.
د تاجکستان د ملي امنیت شورا یوه چارواکي ویلي و، د وسله والو په برید کې یو سرحدي سرتېری او یو د داخلي وزارت کارکوونکی وژل شوي خو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال هم وژل شوي دي.
دغه چارواکي چې نوم یې نه و اخستل شوی ویلي پنځه تنه نور وسله وال نیول شوي هم و، چې په پلټنو کې ترې جوته شوه، چې ډول بریدګر د داعش ډلې غړي وو.
تر دې وورسته تاجکستاني چارواکو ادعا وکړه، چې دغه وسله واله ډله داعشي ترهګر وو او له افغان خاورې تاجکستان ته د ننه شوي وو.
د تاجکستان سرحدي ګارد په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا ۲۰ کسیزه ډله چې د افغانستان د کندور له قلعه زال ولسوالي څخه تاجک خاورې ته د ننه شوي وه، یوه ښځه هم پکې شامله وه.
خو دفاع وزارت نن پنشنبې د تاجکستان د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې وسله وال د افغانستان له پولې ور اوښتي او حمله یې کړې وه، په کلکه رد کړه.
د دفاع وزارت چارواکو وویل چې جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې او ترهګر هم له افغان خاورې د باندې وو.
جمهورخبري آژانس:کابل