۰

ترکیه: د ابوبکر البغدادي ښځه مو هم نیولې ده

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، ترکي ځواکونو د داعش د وژل شوي بنسټ ګر او مشر ابوبکر البغدادي ښځه هم نیولې ده.
ترکیه: د ابوبکر البغدادي ښځه مو هم نیولې ده
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، ترکي ځواکونو د داعش د وژل شوي بنسټ ګر او مشر ابوبکر البغدادي ښځه هم نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اردوغان چې پرون سه شنبې د لړم ۱۵ مه انقره کې خبرې کولې د بغدادي د ښځې د نیول کېدو خبر ورکړ.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې ترکي ځواکونو په سوریه کې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه ښځه او د هغې د کورنۍ یوه بله غړې نیولي دي.

اردوغان زیاته کړه« له دې ځایه اول وار اعلان کوم چې موږ د بغدادي ښځه پیدا کړه، موږ د هغه خور او د هغې مېړه هم نیولي دي.»

تر دې څو ورځې وړاندې ترکیې خبر ورکړی وو چې د دوی د بغدادي مشره خور رسميه عواد او د هغې خاوند پیدا کړي او نیولي یې دي.

د ترکي چارواکو په وینا ۶۵ کلنه رسیمه عواد، د هغې خاوند او نږور یې له پنځو ماشومانو سره د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې ونیول شول.

معلومه نه ده، چې د بغدادي د ښځې د ځای په اړه معلومات عواد ورکړي که نه خو ترکي چارواکو ویلي وو، د عواد نیونه د استخباراتو مأمورینو ته داسې ده لکه د سرو زرو کان چې یې موندلی وي.

ویل کېږی، بغدادي څلور ښځې درلودې او داسې ښکاري، چې یوه ښځه په خټه عراقۍ وه، نور نومېده او د هغه د ملګري لور وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي