ټرمپ او اردوغان واشنګټن کې سره ګوري

16 عقرب 1398 ساعت 9:43

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره واشنګټن کې وګوري.


ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره واشنګټن کې وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړو مشرانو پرون سه شنبې د لړم ۱۵ مه په تلېفون خبرې او پر لیدنه یې موافقه کړې ده.

ویل کېږي د امریکا او ترکیې ولسمشر به راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې سره وګوري.

د رحب طیب اردوغان مطبوعاي دفتر هم د دې خبر پخلی کړی ویلي، یې دي، چې نوموړی به د روانې میلادي نومبر میاشتې په ۱۳ مه واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د سرچینې په وینا د اردوغان او ټرمپ په لیدنه کې په پر دوه اړخیزه مسایلو سربېره په سیمه کې په روانو حالاتو او ستونزو هم خبرې وشي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې له اردوغان سهر به د سولې پر امنیتي وضعیت او کردانو سره د جګړې ختمولو په تړاو پرېکنده خبرې وکړي.

ټرمپ او اردوغان پر داسې مهال په کتنه او خبرو موافقه کړې، چې په دې وروستیو کې یې په سوریه کې پر ځینو مسایلو اړیکې سره خړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122016

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com