د پاکستان سفارت: یوازې عاجلو ناروغ افغانانو ته وېزې ورکوو

15 عقرب 1398 ساعت 13:27

کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانستو پورې به یوازې عاجلو ناورغ افغانانو ته وېزې ورکوي.


کابل کې د پاکستان سفارت وایي، د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانستو پورې به یوازې عاجلو ناورغ افغانانو ته وېزې ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفارت د تېرې دوشنبې لړم ۱۲ مې له ورځې راهیسې په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه وتړله او افغانانو ته یې د وېزې ورکولو بند کړل.

هغه مهال سفارت ویل دا کار د امنیتي دلایلو له امله کړی او تر امر ثاني پورې به قونسلګري تړلې وي او افغانانو ته به وېزې نه ورکوي.

خو دغه سفارت نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبره کړې اعلامیه کې وايي، د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانستو پورې به یوازې عاجلو ناورغ افغانانو ته وېزې ورکوي.

کابل کې د پاکستان سفارت پر خپل وېب سایټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د قونسلي خدماتو د بندېدو پر مهال د عاجلو ناروغانو د وېزې غوښتنلیکونه منل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com