۰

بادغیس کې ماین چاودنې ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۰ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بادغیس کې ماین چاودنې ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بادغیس ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۰ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه شاوخوا ۱۰ بجې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ او شهر قلعه نو تر منځ پېښه شوې.

د بادغیس د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر شیرآقا الکوزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، د افغان ځواکونو اکمالاتي کاروان له مقر څخه قلعه نو ته روان و، چې په لار کې یې پر هاموي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې شپږ تنه پولیس وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته رسول شوي دي.

ځینې سرچینو جمهور خبري آژانس ته دا هم وویل، چې په وژل شویو کسانو کې یو ښځینه پولیسه هم شامله ده.

د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وایي، ماین طالبانو اېښی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي