د غني د سولې پر طرحه د عبدالله بیا ځلي نیوکه: دا طرحه غیر واقعي ده

15 عقرب 1398 ساعت 8:05

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر د سولې پر ۷ مادیزه طرحه یو ځل بیا نیوکه کړې او هغه یې غیر واقعي بللې ده.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسمشر د سولې پر ۷ مادیزه طرحه یو ځل بیا نیوکه کړې او هغه یې غیر واقعي بللې ده.

د جمهور آژانس عبدالله څو ورځې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې دا طرحه غیر واقعي بللې وه خو تازه یې له فرانس پرس خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، دغه طرحه د هیلو له یوه لېست پرته بل څه نه ده.

نوموړي ویلي، دغه طرحې ته څوک د واقعي طرحې په سترګه نه ګوري او د افغانستان روان وضعیت ته ځواب نه شي ویلی.

عبدالله ویلي«صادقانه ووایم، هېچا دغه طرحه د یو پروګرام په توګه جدي نه ده نیولې، دغه طرحه له بل هر څه ډېر د هیلو یو لست دی، هېڅوک دغه طرحه جدي نه نیسي، نه د افغانستان خلک او نه بل څوک.»

که څه ارګ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې د عبدالله د خبرو په تړاو د ارګ ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي عبدالله ورته انتقاد کمزوری سیاسي قضاوت بللی وو.

صدیقي په خپل ټوېټر لیکلی وو، جمهور رئیس غني د سولې خپله طرحه د نورو سره په څرګنده بیانوي او نتیجو ته د رسېدو لپاره،عملي ګامونه پورته کوي.»

نوموړي زیاته کړې وه«له هیلو سره د یو نظر/پروگرام پرتله کول کمزوری سیاسي قضاوت دی چې ورسره مخالف یم، اوس د سیاسي پوهې وخت دی.»

که څه هم عبدالله دوه ځلې د ولسمشر غني د سولې پر نوې طرحه نیوکه کړې، خو له خبرو یې ښکاري، چې نوموړی هم د غني په شان د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې مخ ته وړل غواړي.

ښاغلي عبدالله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پرته له دې چې څوک په ټاکنو کې بریالی کېږي، لازم دی چې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې مرکزي رول ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121967

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121967/

جمهور
  https://www.jomhornews.com