۰

کندهار کې د وسله والو هغه ډله نیول شوې، چې له چمن څخه رهبري کېده

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۵
کورنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو او غلچکي بریدګرو د یوې پنځه کسیزه وسله والې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کندهار کې د وسله والو هغه ډله نیول شوې، چې له چمن څخه رهبري کېده
کورنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو او غلچکي بریدګرو د یوې پنځه کسیزه وسله والې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې لړم ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدګر د ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو په کندهار ښار هدفي وژنې او چرکي عملیات تر سره کول، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

خبرپاڼه وایي، دغه ترهګره ډله د (مزمل شبکه) نومېږي، چې سرګروپ یې حافظ بلال دی او د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې بلوچستان له چمن څخه اداره کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کسان حمیدالله، لعل آغا، نقیب الله، عبدالباقي او وکیل احمد نومېږي، چې په کندهار ښار کې یې د ترهګرو عملیاتو او نظامي افسرانو د وژنې مسوولیت درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي